طالبانو د تماس د کمیسیون نوي جزیات اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116300-طالبانو_د_تماس_د_کمیسیون_نوي_جزیات_اعلان_کړل
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د پینځلس (۱۵) ماده ایزې لایحې په خپرولو سره د هیواد له پخوانیو شخصیتونو سره د حکومت د تماس د کمیسیون د کار او افغانستان ته د هغوې د بیرته ستنیدا د څرنګوالي جزیات خپاره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2022 08:09 Asia/Kabul
  • طالبانو د تماس د کمیسیون نوي جزیات اعلان کړل

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د پینځلس (۱۵) ماده ایزې لایحې په خپرولو سره د هیواد له پخوانیو شخصیتونو سره د حکومت د تماس د کمیسیون د کار او افغانستان ته د هغوې د بیرته ستنیدا د څرنګوالي جزیات خپاره کړل .

د تیر میلادي کال د اګست په ۱۵ نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان ډيرې حکومتي چارواکي او دغه راز خلک له هیواده ووتل .

د طالبانو حکومت کوشش کوي دغه کسان افغانستان ته بیرته راولي او هغوې ته ژمنه ورکړي ده چې په هیواد کښې هیڅ مشکل نلري .

د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن په یوې خبر پاڼه کښې وویل د طالبانو د تماس کمیسیون د هیواد هغو ښاریزو ته چې  افغانستان ته د بیرته ستنیدا او په هیواد کښې په سوله ییز ډول د ژوند کولو اراده لري ځانګړي کارتونه ورکوي چې په وسیله بې د دوې ژوند او عزت خوندي وي .

سمنګاني وویل د طالبانو د حکومت د عمومي بښنې پراساس هیڅوک د  پخوانيو پوځي او د غیر پوځي دندو په خاطر هیواد ته د بیرته ستانه شویو کسانو د نیولو او یا شکنجه کولو حق نلري او که چیرې دغه بیرته ستانه شوي کسان د کوم چا یا د کومې ادارې لخوا وګواښل شي نو دوې کولای شي د تماس کمیسیون خبر کړي او د کمیسیون لخوا له خلاف ورزۍ کونکو کسانو سره شرعي چلند کیږي .