د ننګرهار په ښوونځیو کښې کالنۍ ازموینه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116320-د_ننګرهار_په_ښوونځیو_کښې_کالنۍ_ازموینه_پیل_شوه
په ننګرهار کښې د تاودیو سیمو د زده کوونکو کالنۍ ازموینه داسې مهال پېل شوه چې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې لا هم ښوونځیو ته دتلو حق نه لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2022 00:28 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په ښوونځیو کښې کالنۍ ازموینه پیل شوه

په ننګرهار کښې د تاودیو سیمو د زده کوونکو کالنۍ ازموینه داسې مهال پېل شوه چې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې لا هم ښوونځیو ته دتلو حق نه لري

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس مفتي حبیب حضرت حقاني پرون د جلال اباد ښار او د دې ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې چې ګرمې سیمې دي د کالنیو ازموینو د پېل په مراسموکې وویل: په دې ازموینه کې به د یادو سیمو خواوشاه اووه سوه زره زده کوونکي برخه ولري.

خو نوموړي له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده کړو په اړه هیڅ هم ونه ویل.

په داسې حال کې چې  د تودو سیمو روان  ښوونیز کال هم پای ته ورسیده خو د طالبانو موقت حکومت د پرله پسې ژمنو سره سره له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده کړو په اړه پریکړه نه ده کړې .

د ننګرهار د تاودو سیمو په ښوونځیو کښې کالنۍ آزموینه پیل شوه

د ننګرهار دپوهنې رییس وایي چې د دوي ارزونې ښیي چې سږ کال به دننګرهار ولایت څخه زیاتره زده کوونکي د کانکور ازموینې له لارې لوړو زده کړو ته لار ومومي. مفتي حبیب حضرت حقاني وویل په ښوونځیو کې دښوونکو د کمښت ستونزه جدي ده خو پر وینا یې د پوهنې وزارت له لورې ننګرهار ته د ښوونکود څلور زرو تشو بستو په ورکړه چې دا مهال ورته نوم لیکنه روانه ده  دازموینې اخیستو وروسته به دا ستونزه هم تر ډیره حده هواره شي. دپوهنې ریس زده کوونکو ته ډاډ ورکړ چې کالنې ازموینه به له پېل نه تر پای پورې رڼه او له  هر ډول  لاسوهنو پاکه وي.

په ننګرهار او د افغانستان په نورو تاودو سیموکې د زده کوونکو کالنۍ ازموینې داسې مهال پیلیږي چې په کور دننه او دباندې پر طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کوونکو پر مخ دښوونځیو دتړل کیدو له امله نیوکې او فشارونه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دي خو دطالبانو د موقت حکومت مشرتابه وایي، پر داسې طرحه کار کوي چې تر مخه به یې نجونو ته خوندي درسي چاپیریال رامنځته کړي.