په افغانستان کښې طوفان ۵ کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116416-په_افغانستان_کښې_طوفان_۵_کسان_وژلي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په شمال او ختیځ کښې په فاریاب او ننګرهار ولایتونو کښې د سخت طوفان له کبله د دوو کوچنیو انجلیو په شمول پینځه کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې طوفان ۵ کسان وژلي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په شمال او ختیځ کښې په فاریاب او ننګرهار ولایتونو کښې د سخت طوفان له کبله د دوو کوچنیو انجلیو په شمول پینځه کسان ووژل شول.

د ننګرهار ولایت ځايي سرچینو وویل په پچیراګام ولسوالۍ کښې سخت طوفان د یوه کور د نړیدا سبب شو چې له کبله یې دوې کوچنۍ انجلۍ ووژل شوې.

دغه راز په فاریاب ولایت کښې هم ځايي چارواکو وویل په بلچراغ ولسوالۍ کښې د طوفان له کبله درې څاروي ساتونکي وژل شوي دي او کور ته تاوان رسیدلی او دغه راز اویا غواګانې وغیره هم مړې شوي دي .

په هرات ولایت کښې کروندګرو هم ویلي دي؛وروستیو طوفانونو په دغه هیواد کښې کرهڼیزو محصولاتو ته زیات تاوان رسولی دی .