په بدخشان کې د زلزلې له امله دوه تنه وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116426-په_بدخشان_کې_د_زلزلې_له_امله_دوه_تنه_وژل_شوي_دي
د بدخشان عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې د زلزلې له امله دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2022 10:31 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې د زلزلې له امله دوه تنه وژل شوي دي

د بدخشان عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې د زلزلې له امله دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.

د بدخشان د عامه سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون سه شنبه د جوزا ۳ مه د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ په حضرت میر کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچينې وايي، د زلزلې په ترڅ کې د يوه کور چت نړېدلى، چې له امله يې يوه مېرمن او د هغې کوچني ماشوم وژل شوي او يو بل ټپي دى.

پرون یوې وړې زلزلې د بدخشان سربیره کندوز او تخار ولایتونه ولړزول، خو په نورو ولایتونو کې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.