طالبان: کابل کښې دې د هند سفارت بیرته خلاص شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116678-طالبان_کابل_کښې_دې_د_هند_سفارت_بیرته_خلاص_شي
طالبان به د نورو هیوادونو د سیاسي نمایندګیو په شان د هندوستان د سفارت امنیت هم وساتي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2022 01:44 Asia/Kabul
  • طالبان: کابل کښې دې د هند سفارت بیرته خلاص شي

طالبان به د نورو هیوادونو د سیاسي نمایندګیو په شان د هندوستان د سفارت امنیت هم وساتي.

په افغانستن کښې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د کابل او نوي ډیلي ترمینځ اړیکې په ښه کیدو دي، له هندوستانه وغوښتل چې په کابل کښې خپله سفارتخانه دوباره پرانزي

هندوستان هم د نورو ډیرو هیوادونو په شان په کابل خپل سفارت د تیر ۲۰۲۱ کال په آګست میاشت کښې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته وتړه. هندوستان له دې مخکښې په مزار شریف، کندهار، هرات او جلالا آباد کښې خپلې کنسولګرۍ هم بندې کړې وې.

د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کښې وویل: له هندوستان سره د افغانستان اړیکې په ښه کیدو دي او تمه ده چې هند په کابل کښې خپل سفارت دوباره خلاص کړي.

متقي په افغانستان کښې د خپلې سفارتخانې د امنیت به هکله د هندوستان اندیښنې ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې طالبان به د نورو هیوادونو د سیاسي نمایندګیو په شان د هندوستان د سفارت امنیت هم وساتي.

امیر خان منتقي هم داشان ټینګار وکړ چې افغانستان به د نورو خلاف د خپلې خاورې د استعمالیدو اجازه هیڅکله ور نه کړي.