د انساني مرستو په موخه یو هندي پلاوی افغانستان ته تلی دی
افغانستان ته یو هندي پلاوى د بشردوستانه مرستو د برابرولو لپاره په سفر تللی دى
دافغانستان د باختر آژانس راپور ورکړی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت ویلي يو هندي پلاوی کابل ته په سفر تللی ترڅو افغانانو ته د هند د بشردوستانه مرستو د برابرولو په خاطر لاره برابره کړي.
د یاد اژانس د خبرله مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې ټاکل شوې ده دغه پلاوى به په کابل کښې د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له استازو سره لیدنې کتنې ولري او اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د لړۍ د پياوړتيا اړوند خبرې اترې وکړي.
له بلې خوا بیا د هند د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه هېواد په افغانستان کې موجودو اقتصادي شرايطو ته په پام سره سمدلاسه او فوري مرستو ته د خلکو لاس رسي په خاطر خپلې بشردوستانه همکارۍ زياتوي.
د یاد راپور په حواله د هند د بهرنيو چارو وزارت د دواړوهېوادونو اړيکې تاريخي بللي او ټينګار يې کړى، چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ویلي تر دې وړاندې یې (۲۰) زره متريک ټنه غنم (۱۳) ټنه درمل او د کرونا (۵۰۰) زره ډوزه واکسين او ژمنۍ جامې افغانستان ته لېږلي دي او د سلما بند په ګډون څو بنسټيزې پروژې یې هم په افغانستان کې تمويل کړي او د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ یې هم جوړه کړې ده.