د هندوستان یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان ډیپلوماټیک پلاوي په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په پړاو کښې کابل ته په خپل لومړي سفر کښې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست سره کتنه وکړه او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله یې خبرې وکړې.
کابل ته د هندوستان د پلاوي دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې څه موده مخکې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د هندوستان له یوې رسنۍ سره په خبرو کښې په نږدې راتلونکي کښې له نوي ډیلي سره د کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلیدا خبر ورکړی و.
د افغانستان د خارجه وزارت پرون وویل د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د هندوستان د استول شوي ډيپلوماټیک د پلاوي د مشر «جي پي سینګ» په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ډيپلوماټیکو مسائیلو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
ټاکل شوي ده چې د هندوستان پلاوی په افغانستان کښې د بشر دوستانه مرستو په ویشلو کښې د فعالیت کوونکو نړیوالو موسسو او ارګانونو له چارواکو سره هم کتنې او خبرې وکړي.
په افغانستان کښې د هندوستان د بیا رغونې د پروژو کتنه هم د هندوستان د پلاوي د پروګرامونو بله برخه اعلان شوي ده.