امام خمیني (ره)ټولو اسلامي هیوادونولپاره بې سارې مشروو
د اسلامی انقلاب یو اوسنې بریالیتوب د امام خمینی ره د استکبار دښمنۍ روحیې دوام او د امریکا د ډیر غوښتنو په وړاندې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای له فرمایشاتو پیروی ده .
د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني له ایران پریس سره په ځانګړو خبرو کې له نړیوال استکبار سره د اسلامي امت په مبارزه ، روښانه کولو او مسلمانانو ته په روحیې ورکولو کې د امام راحل رول اغیزمن وباله .
د افغانستان د تبیان اجتماعی سازمان مشر سید عیسی حسینی مزاری هم له ایران پریس سره په خبروکې د نړیوال استکبار په وړاندې د اسلامي امت وحدت ته پام د امام خمینی ره د لیدتوګې له مهمو ځانګړنو وبلل او زیاته یې کړه د اسلامی انقلاب یو اوسنې بریالیتوب د امام خمینی ره د استکبار دښمنۍ روحیې دوام او د امریکا د ډیر غوښتنو په وړاندې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای له فرمایشاتو پیروی ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود اود ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی ره د ۱۹۸۹ کال د جون په څلورمه له نړۍ سترګې پټې کړې .