د طالبانودخارجه وزارت له سرپرست سره د هند د ډیپلوماټیک پلاوی کتنه
کابل ته د هندوستان د پلاوي دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې څه موده مخکې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د هندوستان له یوې رسنۍ سره په خبرو کښې په نږدې راتلونکي کښې له نوي ډیلي سره د کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلیدا خبر ورکړی و.
د هندوستان ډیپلوماټیک پلاوي په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په پړاو کښې کابل ته په خپل لومړي سفر کښې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست سره کتنه وکړه او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله یې خبرې وکړې.
کابل ته د هندوستان د پلاوي دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې څه موده مخکې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د هندوستان له یوې رسنۍ سره په خبرو کښې په نږدې راتلونکي کښې له نوي ډیلي سره د کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلیدا خبر ورکړی و.
د افغانستان د خارجه وزارت وویل د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د هندوستان د استول شوي ډيپلوماټیک د پلاوي د مشر «جي پي سینګ» په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ډيپلوماټیکو مسائیلو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
افغانستان ته د هند د دیپلوماټیک پلاوی سفر په داسې شرایطو کې دی چی د طالبان دولت د رسمیت پیژندلو لپاره د هیوادونو د نه ګروهنې له امله په نړیوالې انزوا کې راغلی ، د طالبانو لپاره هیله بخښونکې کیدلې شی .
د هندوستان حکومت چی په تیر اوړی کې په افغانستان کې د طالبانو له قدرت ته رسیدا وروسته په کابل کې خپل سفارت او د دغه هیواد په ځینو ولایتونو کې خپل کونسلیټونه وتړل ، ظاهرا نیت لری په افغانستان کې د خپلو سیاسی دفترونو فعالیتونه بیا پیل کړي . هندوستان چی ملی او سیمه ایزو ملاحظاتو په دلیل افغانستان ته ځانګړی کتنه لری په ۲۰۱۱ م کال کی د حامد کرزی په پړاو کې له افغانستان سره د ستراتیجیکې ملګرتیا موافقه لاسلیک کړه .
له نړیوالې ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د هند او افغانستان ترمینځ د ملګرتیا زیاتې پیاوړتیاد دغه ستراتیجیک تړون د لاسلیکولو اصلی هدف وو . د طالبانو په وسیله د اشرف غني حکومت په نسکوریدا او په دغه هیواد کې د سیاسی نظام بدلیدا سره په عملی توګه د کابل او نوی ډیلی ترمینځ د ستراتیجیکی ملګرتیا موافقه له مینځه لاړه . هندوستان چی په افغانستان د طالبانو له بیا حاکمیت وړاندې یې له دغه هیواد سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکی درلودلې ، په هغو ګوته شمیر هیوادونو کې شامل دی چی کابل ته یې ډیپلوماټیک پلاوې ورلیږلی دی تر څو له طالبانو حکومت سره په مزاکراتو کې په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلیټونو د پرانستلوزمینې او د دوه اړخیزه اړیکو د پیلولو جاج واخلی .
که څه هم نوی ډیلی تراوسه په افغانستان کې د طالبانو د واک له رسمی منلو ډډه کړی ده خو که په افغانستان کې د هند سفارت او سیاسي دفترونه پرانستل شي تریوه حده د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنا کیدلې شی .
دا لیدتوګه موجوده ده چی هندد نړیوالو ملاحظاتو په دلیل او له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا په هدف په ډاګه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک د رسمي منلو د اعلامیې له صادرولو ډډه کوی خو په کابل کې د خپل سفارت په احتمالی پرانستلو سره یو ډول د طالبانو حاکمیت په رسمیت پیژندلې دې .
هند چی تل په افغانستان کې د نفوذ او اړیکو په پراختیا کې له پاکستان سره په یوه تاریخی سیالۍ کې دې ، د عمران خان له څنګته کیدا وروسته په پاکستان کې د نسبی بی ثباتۍ له امله اوسنې فرصت او همداراز د طالبانو له دولت سره د اسلام اباد په اړیکو کې د تاوتریخوالي د ځینو نښو نښانو جوتیدا په افغانستان کې د خپل نفوذ د قدرت د زیاتولو او په دغه هیواد کې په سیاسی او اقتصادي راتلونکی کې د خپلې ونډې د زیاتولو لپاره فرصت بولی .
البته هندوستان په دې مسلې خبر دې چی که په افغانستان کې د طالباتنو اوسني محدودونکي سیاستونه دوام پیدا کړي ممکنه ده له دغې ډلې سره د نوی ډیلی پراخه سیاسی ملګرتیا او حتی له افغانستان سره مرستې له داخلي او حتی نړیوالو نیوکو سره مخامخ شي .