د افغانستان ځنګلونه د اور په لمبو کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116818-د_افغانستان_ځنګلونه_د_اور_په_لمبو_کې
د نورستان تر ځنګلونو وروسته اوس د کوڼر د ولایت په ځګلونو کې اور بل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2022 09:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځنګلونه د اور په لمبو کې

د نورستان تر ځنګلونو وروسته اوس د کوڼر د ولایت په ځګلونو کې اور بل شوی دی.

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ ځنګلونو کې اور لګېدلی.

لا د نورستان پر ځنګلونو د لګېدلي اور لمبې سړې نه‌دي چې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ په دوو سیمو کې ځنګل اور اخستی.

د دې ولایت د اطلاعاتو و فرهنګ رییس نجیب‌الله حنیف رسنیو ته وویل، لومړی ځل اور وړمه ورځ د دیګل په سیمه کې ولګېد، خو د سیمې خلکو یې د پراخېدو مخه ونیوله او خاموش یې کړ.

هغه زیاته کړه، دوهمه اورلګېدنه د لوی خوړ په سیمه کې شوې چې اوس هم بلېږي.

د کوڼر د اطلاعاتو فرهنګ رئیس وویل: د خلګو او د حکومت له لوري د اور د وژلو ګډې هڅې روانې دی خو هغه و نه ویل، چې اور د ځنګله څومره ساحه سوځولی دی.

دا هم روښانه نه ده، چې د دې اور لمن له نورستانه راغځېدلې او که بل کوم لامل لري.

خو په وروستیو ورځو کې په پرلپسې توګه د افغانستان ختیځو ځنګلونو ته په قصدي توګه اور اچول کیږي.