طالبانو د مذهبي ازادیو په تړاو د بلنکن خبرې بې بنیاده وبللې
د امریکا د بهرنیو چارو ویلي چې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وړاندې شرایط سخت شوي دي
په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وړاندې شرایط سخت شوي دي، طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې رد کړې.
بلنکین دا څرګندونې د تیرې پنجشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د نړیوالې مذهبي ازادۍ راپور ورکولو پر مهال غونډې ته کړې دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د مذهبي ازادیو او اقلیتونو ته د هغوی د حقونو د ورکړې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرې بې بنسټه بولي او وایي چې په هېواد کې د ټولو اقلیتونو اساسي حقونه خوندي دي.
ده زیاته کړې چې اوسمهال ټول هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي او پر وړاندې یې هیڅ ستونزه نشته.
په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت له دې وړاندې هم ډاډ څرګند کړی و چې دغه حکومت د ټولو افغانانو د اساسي حقونو ورکولو او مذهبي ازادیو ته ژمن او پابند دی.