طالبان له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116868-طالبان_له_ګاونډیانو_سره_ښې_اړیکې_غواړي
افغانستان کښې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست له ګاونډي هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 00:39 Asia/Kabul
  • طالبان له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي

افغانستان کښې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست له ګاونډي هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو

افغانستان کښې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست له ګاونډي هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په دغه هیواد کښې واک ته د طالبانو د رسیدو له لسو میاشتو تیریدو سره سره د دوي حکومت تراوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی او د سفارتي همکارۍ او د نړیوال اقتصاد د معیارونو له مخې، طالبان تراوسه نړیوال رواوالی نه لري.

فارس خبري آژانس لیکلي چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست پرون له ګاونډي هیوادونو سره د افغانستان د سرحدي لارو خلاص والي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغه حکومت له خپلو ګاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې لري.

امیر خان متقي زیاته کړه: له ګاونډیانو سره د طالبانو بهرنې سیاست متوازن دی او په دې لړ کښې په ډیپلماټیکو یا تجارتي اړیکو کښې هیڅ ستونزه نشته.