ترکیې د افغانستان اتلس زره کډوال ایستلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117084-ترکیې_د_افغانستان_اتلس_زره_کډوال_ایستلي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د ترکیې امنیتي ځواکونو په څلورو میاشتو کښې د افغانستان اتلس زره پناه غواړي نیولي او له هیواد یې ایستلي دي.
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Jun 11, 2022 00:45 Asia/Kabul
  • ترکیې د افغانستان اتلس زره کډوال ایستلي دي

تسنیم خبري اژانس وايي د ترکیې امنیتي ځواکونو په څلورو میاشتو کښې د افغانستان اتلس زره پناه غواړي نیولي او له هیواد یې ایستلي دي.

د ترکیې پولیسو د پناه غواړو ایستل په خپلې اجنډا کښې شامل کړي دي او داسې ښکاري چې امنیتي ځواکونو اوس د افغانستان د پناه غواړو نیولو ته مخه کړي ده ځکه چې افغانان له ترکیې څخه له ټولو زیات ایستل شوي خارجي مهاجرین دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وویل د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له اوویشتمې نیټې او افغانستان ته د الوتونو د پیلیدا له وخت راهسې یې څه د پاسه اتلس زره او دوه سوه شپږپنځوس افغان پناه غواړي ایستلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وویل د روان میلادي کال له پیل راهسې څلور دیرش زره او یوسل دولس پناه غواړي له نیول کیدا وروسته هغه هیوادونو ته استول شوي دي چې ترې راغلي وو.

د ترکیې پولیس له خارجي مهاجرینو سره ډیر بد سلوک کوي او هغوې وهي ټکوي او پیسې هم ترې اخلي.