طالبانو په تالقانو کښې د داعش غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د شمالي ولایت تخار مرکز تالقان ښار کې پرون وسله واله نښته شوې چې د طالبانو په وینا ۷ تنه په کښې وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.
د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، وژل شوي کسان د داعش غړي دي.
پېښه د تخار ولایت مرکز تالقان ښار څلورمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې چې د ښار مرکزي سیمو ته نږدې پرته ده او یوه ګڼ میشته سیمه ده.
د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:" تالقان کې مو د داعش یوه ځاله تر څار لاندې وه او پرون مو ځواکونه د هغوی نیولو ته واستول چې د عملیاتو په لړ کې ۷ تنه داعشیان ووژل شول او ۳ تنه مو ژوندي ونیول."
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې یاده جکړه کې د طالبانو دوه ټپیان شوي دي.
همدارنګه د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر یوه بیان کې ویلي:"په دې عملیاتو کې د خوارجو ( هغه ټکی چې طالبانو یې داعش ډلې وسله والو ته کاروي) د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز له منځه وړل شوی او د دې ډلې د مهم قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي."
خو عیني شاهدان ادعا کوي چې نښته د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ شوې. دوی وايي دواړو خواوو یو د بل پرضد په دې نښته کې سپکې او نیمه درنې وسل کارولي دی.