روسیه: احتمال شته چې طالبان په رسمیت وپیژنو
د افغانستان سایټ د راپور له مخې ضمیر کابلوف وویل: کیدی شي په افغانستان کې د طالبانو دولت په رسمیت وپیژنو او په دغه هیواد کې د کاختۍ د مخنیوي لپاره غلې ولیږو.
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي په دې بیان سره چې احتمال شته روسیه طالبان په رسمیت وپیژني وویل چې هیواد یې په دې مساله کې د لویدیځ او نورو هیوادونو پیروي نه کوي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې ضمیر کابلوف وویل: کیدی شي په افغانستان کې د طالبانو دولت په رسمیت وپیژنو او په دغه هیواد کې د کاختۍ د مخنیوي لپاره غلې ولیږو.
هغه د روسیې له یوه چینل سره په مرکه کې وویل: « د طالبانو په رسمیت پيژندلو احتمال شته دی او د دغه اقدام شروط د ولسمشر او خارجه وزیر له خوا اعلان شوې دي»
د افغانستان په چارو کې د روسیې استازي ټینګار وکړ: مسکو به د طالبانو په رسمیت پیژندلو کې د لویدیځ او نورو هیوادونو پیرو ونه وسي.
کابلوف زیاته کړه: د طالبانو موقته دولت ګروهنه لري د منل شویو نړیوالو قوانینو په اساس له مسکو سره ملګرتیا وکړی.
هغه مسکو د طالبانو د تجارت او صنعت د مرستیال وزیر د سفر په اعلان سره وویل: افغانستان غواړی د روسیې ځینې سامانونه واخلي او ولسمشر پوټین هم د دغه هیواد لپاره د غلو د زېرمه کولو امر ورکړی دی.
دا خبرې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو او په دغه هیواد کې د لویدیځ پلوه حکومت له ړنګېدو او شل کاله پس د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پيژندلې.
پاکستان له هغو هیوادونو دی چې هڅه یې کړې نړۍ له طالبانو سره ملګرتیا ته وهڅوي او ویلې یې دي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او په دغه هیواد کې د بحران د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه له دغه ډلې سره همکاري وکړي.
د پاکستان خارجه وزیر چې ایران ته یې سفر کړی د افغانستان د بدلونونو په اړه هم وویل: د مختلفو شرایطو په تېره بیا په افغانستان کې د ماتیدونکو حالاتو په اړه مو خبرې وکړې. مونږ په افغانستان کې د سولې او ثبات اندیښنه لرو. څلور لسیزې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه وو او مونږ په افغانستان کې د سولې او ترقۍ څخه ګټه پورته کوو.
د پاکستان دغه لوړ رتبه دپلمات ټینګار وکړ: په دې حساس پړاو کې باید د افغان ولس ملاتړ وکړو او وغواړو چې بندې شوې سرچینې یې ازادې شي. د افغانستان واکمنان هم باید د پراخ بنسټه حکومت په لور حرکت وکړي او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي.
له بلې خوا ایران هم د پراخ بنسټه حکومت جوړول په رسمیت د طالبانو د پیژندلو شرط بللی دی.
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان جوته کړه: په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار لرو او پر دې سربېره چې له طالبانو سره مو د ګډو پولو او ګاونډ په وجه لازم اړیکی ساتلې، په افغانستان کې له ټولو لورو سره ښکاره او رسمی اړیکی پر مخ بیایو او د افغانستان واکمن پلاوی ته مو ویلې چې د پراخ بنسټه حکومت جوړول په افغانستان کې له موجودو ننګونو د وتلو یوازینۍ لاره ده او هیله من یوو افغانستان د سولې، ارامښت او کراری په لاره روان شی.
د پراخ بنسټه حکومت جوړول او د بشري حقوقو درناوی ځينې هغه شرطونه دي چې د نړۍ مختلفوهیوادونو د طالبانو د موقته حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره وړاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو لومړی حکومت چې شل کاله مخکې جوړ شوی وی یوازې دریو هیوادونو پاکستان، اماراتو او عربستان په رسمیت پيژندلی و او نورو هیوادونو د دغه اقدام پیروي نه وه کړې.