د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ترکیې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117360-د_طالبانو_د_لوړو_زده_کړو_وزیر_ترکیې_ته_لاړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان د دغې برخې د پیاوړتیا لپاره د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو په موخه دغه هیواد ته تلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 09:59 Asia/Kabul
  • د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ترکیې ته لاړ

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان د دغې برخې د پیاوړتیا لپاره د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو په موخه دغه هیواد ته تلی دی

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي، ټاکل شوې  چې حقاني د افغانستان د ښوونې له نظام سره د ترکیې د مرستې، د تحصیلي بورسیو او سکالرشپونو د زیاتولو، د اکاډمیکو همکاریو، د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو ترمینځ د ګډو تحقیقاتي پروژو او د دلچسپۍ وړ نورو مسائلو په هکله صلاح مشورې وکړي.

ترکیې ته د افغانستان د لوړو زدکړو د وزارت په تللي پلاوي کښې هم داشان د کابل پوهنتون مشر او د دغه وزارت ځیني نور مسئولان هم شتون لري.

د افغانستان د تیر حکومت له پرزیدو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دا د لوړو زده کړو د وزیر وړومبنې بهرنې سفر دی.

ترکیې ته د عبدالباقي حقاني سفر په داسې حال کښې دی چې د افغانستان ښځې او جینکۍ لاهم د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې دي.