د افغانستان په ضد د امریکا دسیسې هماغه شان دوام لري 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117778-د_افغانستان_په_ضد_د_امریکا_دسیسې_هماغه_شان_دوام_لري
د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي  هم پرون په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه وئيلي دي ،له نړیوالې ټولنې سره ددغه حکومت تعامل  په رسمي توګه دوام لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2022 00:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ضد د امریکا دسیسې هماغه شان دوام لري 

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي  هم پرون په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه وئيلي دي ،له نړیوالې ټولنې سره ددغه حکومت تعامل  په رسمي توګه دوام لري .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال ملاعبدالغني برادر پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، که څه هم په دغه هیواد کې د امریکائي اولویدیځوالو نیواکګرو د شتون پړاؤ ختم شوی دی او دغو دښمنانو بشپړماته خوړلې ، خو تر دې دمه  په سیاسی او اقتصادي ډګرونو کې هماغه شان د افغانستان په ضد دسیسې جوړوي .

ملاعبدالغني برادر زیاته کړې ده ، دښمن په هره ممکنه بڼه  غواړي، دطالبانو د حکومت په وړاندې خنډونه  جوړ کړي ، خو هیڅکله به  کامیاب نشي .

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي  هم پرون په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه وئيلي دي ،له نړیوالې ټولنې سره ددغه حکومت تعامل  په رسمي توګه دوام لري .

هغه دغه راز ووئيل د هرې ورځې په تیریدا سره  له نړیوالو سره ددغه حکومت  اړیکې لا پياوړي کیږي  او ټاکل شوې ده ، یو شمیر هیوادونه  په افغانستان کې یو ځل بیا خپل سفارتونه پرانیزي . امیر خان متقي هیله وښودله چې  د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره  دطالبانو د حکومت  د اړیکو پراختیا  ښې بریاوې ولري .

طالبان هڅه کوي ، د نړۍ له مختلفو هیوادونو او نړیوالو ټولنو سره خپلې  اړیکې پراخې کړي ، خو تر دې دمه هیڅ یوه هیواد یا نړیوالې ټولنې  دغه حکومت په رسمیّت نه دی پيژندلی . د میرمنو د اساسی حقوقو تامینیدا ، د انجونو د ښونځیو  او پوهنتونونو بشپړ پرانیستل ، د نورو هیوادونو په ضد د افغانستان  نه استعمالیدل  او په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت  جوړیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې  وارمخکې شرطونه دي .