په ازبکستان کې د افغانستان په باب نړیوال کنفرانس جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117980-په_ازبکستان_کې_د_افغانستان_په_باب_نړیوال_کنفرانس_جوړیږي
د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په باب په  کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازي ګډون کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2022 02:54 Asia/Kabul
  • په ازبکستان کې د افغانستان په باب نړیوال کنفرانس جوړیږي

د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په باب په  کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازي ګډون کوي.

 

زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ،تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ کال په جولائی کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ،دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶ ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو اورګانونو  او هېوادونو استازي ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، له دې کنفرانسه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی ، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي

دیادونې وړ ده، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت کابل ته د سفر پر مهال طالبانو ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې او هغوی هم منلې وه.

 دطالبانود موقته سرپرست حکومت د رییس الوزراء مرستیال ملا برادر ددې کنفرانس هرکلی کړی  دی