په افغان کډوالو باندې د ترکي ځواکونو ډزې
-
نمایشي انځور
په افغان کډوالو باندې د ترکیې د ځواکونو په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په شمول درې تنه وژل شوي دي.
په داسي حال کې چي ترکیه د اروپایي اتحادیې سره د موافقې له مخې کډوالو ته د استوګنې د برابرولو لپاره په میلیونونو پیسې تر لاسه کوي لیکن د خپلي کورني ستونزو په خاطر، د افغانانو په شمول د کډوالو د ایستلو بهیر یې پیل کړی دی.
د تسنیم له راپور سره سم، تېره ورځ ترکي فوځیانو د دې هیواد په وان ولایت کې د افغان کډوالو په یوه ګاډې باندې په ډزو سره، د یوې ښځې او یو ماشوم په شمول درې تنه یې وژلي دي.
ځینې سرچینې بیا وایي چي له دوولسو زیات افغان مهاجر د ترکي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
ترکیه په وروستیو میاشتو کې د کډوالو په وړاندې سخت سیاستونه غوره کړي او د ترکیې ځواکونو په افغان کډوالو مخامخ ډزې کوي.
د کډوالو په چارو کې د بخښنې د نړیوالې ادارې ریپورټرې «انا شي» وایي چي ترکیه افغان مهاجرو ته د ایستلو او یا هم د نیول کېدو پرته بل هیڅ فرصت نه ورکوي، یا په زوره افغانستان ته استول کیږي او یا هم د دولت له لوري د نامعلومې مودې لپاره بندیان کیږي.
د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۲۶ زره افغان کډوال د ترکیې له لوري په زوره افغانستان ته استول شوي دي.
په ترکیې کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په نژدې کېدو سره، دولت د دې هیواد د ستونزو لامل مهاجران معرفي کړي او واکمن ګونډ د کډوالو په ایستلو سره د رایو د تر لاسه کولو په لټه کې دی.
دا په داسي حال کې دی چي ترکیه د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې څخه د افغان کډوالو د منلو د ژمنې په نتیجه په میلیونونو ډالره پیسې تر لاسه کړي هم دي.