افغانستان او پاکستان دې تجارتي اړیکې لا آسانتیاوې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118136-افغانستان_او_پاکستان_دې_تجارتي_اړیکې_لا_آسانتیاوې_کړي
په دې غونډه کې که څه هم کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې خو ټینګار پر دې شوی چې دواړه لوري باید نړیوال سوداګریز سیسټمونه تطبیق کړي او یو ګډ بانکي نظام ته
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 06, 2022 07:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان دې تجارتي اړیکې لا آسانتیاوې کړي

په دې غونډه کې که څه هم کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې خو ټینګار پر دې شوی چې دواړه لوري باید نړیوال سوداګریز سیسټمونه تطبیق کړي او یو ګډ بانکي نظام ته

زمونږخبریال راپور راکړ،  د افغانستان د  سوداګریزو چارو د وزارت  یو پلاوی له ډيورنډ کرښې پورې غاړې  د  پاکستان  چمن ته تللی و او هلته یې د سوداګرو او پانګوالو په ګډون له پاکستاني پلاوي سره د سوداګرۍ پر ستونزو خبرې کړې دي

په راپور کې وئيل شوي دي په دغې غونډې کې د کندهار د سوداګرو په استازیتوب د وچې مېوې اتحادیې مشر عبدالاحد صدیقي، د تېلو پمپونو اتحادیې مشر مسعود راحت او یو شمېر نورو سوداګرو ګډون کړی  .

په غونډه کې ددواړو غاړو سوداګرو او پانګوالو خپلې ستونزې، حل لارې او وړاندیزونه سره شریک کړل.

  عبدالاحد صدیقي په دغې ناستې کې  وویل، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون (اپټا) باید ژر تر ژره تمدید شي او په دې برخه کې پخوانۍ ستونزې  دې ختمې شي.

هغه ووئيل ،  اکثره وخت د افغانستان  ګاډي  له ډيورنډ کرښې پورې غاړې د ډېرو ورځو لپاره درول کېږي چې وروسته سوداګر له ګمرکي ډیمبریج یا ماليې زیانمن کېږي نو لازمه ده چې دا ستونزه ژر حل شي، او پاکستاني ماموران ځيني نوره هم اضافی پیسې اخلی  چې باید مشکل ئې حل شي .

ځینو نورو ویناوالو هم ووئيل ، د پاکستان او افغانستان تر مینځ د وېزو په برخه کې هم باید اسانتیاوې زیاتې شي او دغه راز سوداګریزه لار باید د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه وي.

 دوی همداراز پاکستانيو سوداګرو ته هم بلنه ورکړه چې په افغانستان کې په دې ډول غونډو کې له دوی سره ګډون وکړي او د سوداګرۍ پر پراختیا خپل نظریات شریک کړي.

داپه داسې حال کې دي ،چې پاکستانيو سوداګرو هم غوښتنه وکړه ،افغان حکومت دې له مینځنۍ اسیا پاکستان ته د تېلو او ګیسو د ټرانزیټ اجازه ورکړي او دغه راز د سیمې هېوادونو د یوه ګډ سوداګریز مرکز پر جوړېدو ئې  هم ټینګار وکړ.

په عین حال کې په دې غونډه کې که څه هم کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې خو ټینګار پر دې شوی چې دواړه لوري باید نړیوال سوداګریز سیسټمونه تطبیق کړي او یو ګډ بانکي نظام ته اسانتیا برابره