پاکستان افغانستان ته د کرهڼيزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118226-پاکستان_افغانستان_ته_د_کرهڼيزو_محصولاتو_د_صادراتو_لپاره_آسانتیاوې_برابروي
له دې مخکې د پاکستان  او افغانستان مسئولانو  دتجارتي مناسباتو دپیاوړتیا په موخې سره د ګمرکي  عوارضو د کمیدا په باب  هم سره موافقه کړې  وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2022 08:32 Asia/Kabul
  • پاکستان افغانستان ته د کرهڼيزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې برابروي

له دې مخکې د پاکستان  او افغانستان مسئولانو  دتجارتي مناسباتو دپیاوړتیا په موخې سره د ګمرکي  عوارضو د کمیدا په باب  هم سره موافقه کړې  وه .

د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي  د پاکستان د  تجارت او صنعت له وزیر نوید قمر سره له ویډیو ئی کنفرانس وروسته ، د کرهڼیزو  محصولاتو د صادراتو لپاره  دغه هیواد ته د پاکستان  د آسانتیاؤ په تائيدولو سره  ووئيل ،  په دغه تماس کې  دتجارتي مبادلاتو او د شیانو دټرانزیټ  د زیاتولو په باب مشورې وشوې . 

 عزیزي او نوید قمر  په دغه تماس کې همداراز  د دواړو هیوادونو دم لی ګټو په نظر کې په نیولو سره پر دوو اړخیز ټرانزیټ او تجارت ټينګار وکړ .

پاکستان  د نورو هیوادونو  د ۴۴صادراتی شیانو پر وارداتو ، یو شمیر محدودیَتونه وضع کړي دي ، چې  افغانتسان  له دې چارې مستثنی دی

له دې مخکې د پاکستان  او افغانستان مسئولانو  دتجارتي مناسباتو دپیاوړتیا په موخې سره د ګمرکي  عوارضو د کمیدا په باب  هم سره موافقه کړې  وه .