هند د ایران له لارې افغانستان ته مرستې لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118296-هند_د_ایران_له_لارې_افغانستان_ته_مرستې_لیږي
هندوستان وایي چي افغانستان ته استول شوي مرستې د پاکستان له لوري پټي شوي ځکه له دې وروسته به  د ایران له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • هند د ایران له لارې افغانستان ته مرستې لیږي

هندوستان وایي چي افغانستان ته استول شوي مرستې د پاکستان له لوري پټي شوي ځکه له دې وروسته به  د ایران له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.

افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو روسته، د امریکې له سختو بندیزونو سره مخامخ شوی دی، چي د امله یې د دې هیواد اقتصاد او د خلګو روزانه عایدات له پراخو ستونزو سره مخ شوي دي.

ایران او هندوستان تر دې دمه د افغانستان د خلګو لپاره یې زیاتې مرستې لېږلي دي خو د ملګرو ملتونو په وېنا لا هم د افغانستان خلګ له سخت لوږې سره لاس په ګریوان دي.

ځینو هندي رسنیو ویلي چي د پاکستان حکومت د دې هیواد له لاري افغانستان ته د استول شویو غنمو لویه برخه پټه کړې ده.

د دې راپور له مخې د هندوستان حکومت پریکړه کړې چي د پاکستان پر ځای به د ایران له لاري افغانانو ته غنم او مرستندویې توکې ولیږدوي.

تېره میاشته کې هندوستان درې زره ټنه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته استولی و . د هندي چارواکو په وېنا، تر اوسه د پاکستان له لارې افغانستان ته له ۳۶ زره ټنه زیات غنم لېږدول شوی دی.