هند د ایران له لارې افغانستان ته مرستې لیږي
هندوستان وایي چي افغانستان ته استول شوي مرستې د پاکستان له لوري پټي شوي ځکه له دې وروسته به د ایران له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.
افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو روسته، د امریکې له سختو بندیزونو سره مخامخ شوی دی، چي د امله یې د دې هیواد اقتصاد او د خلګو روزانه عایدات له پراخو ستونزو سره مخ شوي دي.
ایران او هندوستان تر دې دمه د افغانستان د خلګو لپاره یې زیاتې مرستې لېږلي دي خو د ملګرو ملتونو په وېنا لا هم د افغانستان خلګ له سخت لوږې سره لاس په ګریوان دي.
ځینو هندي رسنیو ویلي چي د پاکستان حکومت د دې هیواد له لاري افغانستان ته د استول شویو غنمو لویه برخه پټه کړې ده.
د دې راپور له مخې د هندوستان حکومت پریکړه کړې چي د پاکستان پر ځای به د ایران له لاري افغانانو ته غنم او مرستندویې توکې ولیږدوي.
تېره میاشته کې هندوستان درې زره ټنه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته استولی و . د هندي چارواکو په وېنا، تر اوسه د پاکستان له لارې افغانستان ته له ۳۶ زره ټنه زیات غنم لېږدول شوی دی.