د طالبانو مخالفانو د دغه ډلې په کړچار نیوکه وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د لوی اختر په مناسبت یوه پیغام کښې په حکومتي ادارو او په کلي توګه د هیواد په اداره کولو کښې د طالبانو په کړچار نیوکه وکړه.
د دغه شورا په پیغام کښې چې د لوی اختر په مناسبت خپور شوی ویل شوي دي چې طالبانو د دین د واکمنۍ په نوم له خلکو ټولې انساني ازادیانې اخیستي دي.
دغه بیانیه زیاتوي خلک په داسې حال کښې لوی اختر لمانځي چې طالبانو په تیرو لسو میاشتو کښې په سلګونو بې ګناه خلک په ډزو وژلي دي او په بلخاب ، پنجشیر او اندراب او ځینو نورو ولایتونو کښې یې په زرګونو کورنۍ بې کوره او کډوالې کړي دي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ټینګار وکړ د افغانستان پتیالي او مقاوم خلک د رسنیو له لارې د طالبانو له دغه ناروا حکومت څخه خپله کرکه او نفرت څرګندوي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د جنبش ملي ګوند د مشر مارشل عبدالرشید دوستم په شمول د طالبانو ضد د مشرانو چې په خارجي هیوادونو کښې وسیږي جوړه کړې شوي ده.