افغان عسکر د ناټو فریبکاري بیانوي
کوم افغان عسکر چې د ناټو د ملاتړ په تمه وو، نن سبا په خپل حال پریښودې شوي دي او ژوند یې په خطر کښې دی
ګارډین ورځپاڼې د هغو افغان سرتیرو د سخت حالت په هکله یو رپورټ کښې چې یو وخت یې د ناټو له نیواکګرو ځواکونو سره په ګډه کار کوه، ولیکل: دغه عسکر چې د ناټو د ملاتړ د ژمنو په تمه وو، نن سبا په خپل حال پریښودې شوي دي او ژوند یې په خطر کښې دی
ایرنا د ګارډین ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د افغانستان د تیر حکومت له پرزیدو او په دغه هیواد کښې قدرت ته د طالبانو له رسیدو تقریباً د یو کال تیریدو سره سره، هغه افغان عسکر چې له آسټریلیايي ځواکونو سره یې همکاري کوله، په وړومبیو ورځو کښې د دغه هیواد له خوا له ډیرو ژمنو سره سره اوس د هغوي له خوا بیخي پریښودل شوي دي او اوس په ویره کښې ژوند تیروي.
په دغو کښې یو افغان عسکر ګارډین ته په مرکه کښې وویل: مونږ د جنګ په جبهه کښې د ګډ دښمن په وړاندې څنګ په څنګ وجنګیدو او تاسو به مونږ ته ورور ویل خو اوس مو مونږ په دې دوزخ کښې یوازې پریښودو. مونږ په یو بل باندې اعتماد او باور درلود او هیڅکله مو توقع نه وه چې راسره به داسې سلوک وشي.
دغه افغان ځواکونه وايي چې اوس په ساډوبۍ او ویره کښې ژوند تیروي ځکه چې آسټریلیا او د ناټو هغه هیوادونه چې یو وخت یې ورته شنه باغونه ښودلي وو اوس یې دوي په خپل حال پریښې دي او هیڅ ورته مهمه نه ده چې له هغوي سره څه کیږي.