چین او روسیې د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118384-چین_او_روسیې_د_افغانستان_د_بیارغونې_په_اړه_خبرې_کړې
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • چین او روسیې د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

چینایي لوري ویلي، روسیې او چین ژمنه کړې چې د افغانستان په اړه به د دواړو لورو ترمنځ شوي تعهدات عملي کوي او په دغه هېواد کې به د دایمي ثبات په راتګ  او په بیارغونه کې مرسته کوي.

دوی ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې په دې تړاو همغږي ډېره کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی په یو ټوویټ کې ولیکل: مسکو او بیجینګ د افغانستان د ګاونډیو په غونډه کې د شویو هوکړو پلې کېدا ته ژمن دي.

یاده غونډه کې افغانستان سره د اقتصادي مرستو په هکله بحث شوی و.

په افغانستان کې د طالبانو له راتلو څخه د یوه کال په تېرېدو سره، لا هم هیڅ یو هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او د سیمې هیوادونو په ځلونو د افغانستان په وړاندې د یوه ګډ دریځ په هکله خبر ورکړي دي.