د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره سیاسی خبرې اترې دي
په افغانستان کې د طالبانو دحکومت یوه مخالفه څیره او د جهاد دوخت د قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ددغه هیواد بحران او ترینګلتیاؤ یوازینۍ لاره حل سیاسی خبرې اترې ګڼي .
د افغانستان طلوع نیوز خبری چینل راپور ورکړ، احمد مسعود په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی ، تر څو چې طالبان د سیاسی حل لارې په لټون کې نه شي ، د دوي په وړاندې له مقاومت ا و دریدا پرته بله هیڅ چاره نشته .
دطالبانو د حکومت دغه مخالف شخصیّت روښانه کړې ده ، دافغانستنا د سیاسی مسئلو حل به د حاکمیّت د مشروعیّت او رواوالی له لارې وي . که داسې نه وي ،نو د مشکلاتو پراختیا به ، دافغانستان شخړې او ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي .
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت چارواکو په کرتو له خپلو مخالفانو غوښتي ، چې له جنګه دې لاس په سر شي او له دغه حکومت سره دې متحد شي ، خو احمد مسعود د اوسني نظام له څرنګوالي سره مخالفت لري .