په کابل کې د یو جګپوری سلفي وژل کېدا
Jul 14, 2022 07:55 Asia/Kabul
نامعلومو وسله والو په کابل کې یو جګپوری سلفي په ډزو سره وژلي دي.
د شفقنا له راپور سره سم، نن سهار نامعلومو وسله والو په کابل کې جګپوری سلفي او د جلال آباد د نارنج باغ د مدرسې مشر سردار ثاقب ولي په ډزو سره وژلي دي.
تر دې دمه هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسئوولیت په غاړه نه ده اخیستې او طالبان هم په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته، غلچکې بریدونه او چاودنې د دې هیواد د ثبات په وړاندې د جدي ستونزې په توګه پاته شوي دي.
ټیګونه