د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير:
د تاشکند په غونډه کې به طالبان هم ګډون وکړي
Jul 14, 2022 10:10 Asia/Kabul
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چي د تاشکند په جوړېدونکې نړیواله غونډه کې به د طالبانو استازې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د تاشکند غونډه د جولای په ۲۵ او ۲۶ جوړه شي او د ۲۰ هیوادونو استازې پکښې د افغانستان په هکله بحث وکړي.
د ازبکستان خارجه وزیر ولادیمیر ناراف پرون په تاشکند کې رسنیو ته وویل چې په یاده غونډه کې به د طالبانو له استازو سره د ټول شموله حکومت د جوړېدو او له نړیوالو سره د دې ډلې د ژمنو په هکله خبري وشي.
خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ چي په دې غونډه کې د طالبانو برخه اخیستنه په دې معنا نهده چې دوی د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
ټیګونه