تاجیکستان:
د طالبانو حکومت د وارداتي برېښنا پیسې نه ورکوي
Jul 14, 2022 10:17 Asia/Kabul
د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر ویلي چې د طالبانو حکومت له دغه هیواد څخه افغانستان ته د وارېدونکې برېښنا پیسې نه دي ورکړي.
محمد عمر اسوزاده په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چي تاجیکستان د کاله ۹ میلیون واټه برق ورکوي.
د تاجیکستان د برېښنا شرکت مشر نه دي ویلي چې د طالبانو حکومت د دوی څومره پوروړی دی، خو تر دې مخکې تاجک چارواکو ویلي و چې په افغانستان کې واکمن حکومت د برښنا له درکه ۳۱ میلیونه ډالره پوروړی دی.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه د تاجیکستان د برېښنا د شرکت دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه