لوېدیځوال دي په افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118462-لوېدیځوال_دي_په_افغانستان_کې_د_خپلو_ظلمونو_حساب_ورکړي
د استرالیا د اپوزسیون ګوند ویاند ویلي چي که لویدیځ د اوکراین په دفاع د روسیې پر وړاندې درېږي باید په افغانستان کې هم د خپلو تېرو کړنو او ظلمونو حساب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2022 01:06 Asia/Kabul
  • لوېدیځوال دي په افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي

د استرالیا د اپوزسیون ګوند ویاند ویلي چي که لویدیځ د اوکراین په دفاع د روسیې پر وړاندې درېږي باید په افغانستان کې هم د خپلو تېرو کړنو او ظلمونو حساب ورکړي.

د استرالیا د اپوزسیون ګوند د دفاع برخې ویاند اندریو هستي په لندن کې برتانوي اورېدونکو ته په یو کنفرانس کې ویلي که لویدیځ په اوکراین کې د روسیې د عملیات پر وړاندې ودرېږي او د چین په وړاندې د هند بحر الکاهل دفاع وکړي، باید په افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي.

دغه استرالیایي پخواني پوځي افسر او سیاستوال دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له لوري د بې ګناه افغانانو د وژلې په هکله راپورنه خپاره شوي دي.

وړاندې تر دې هم د بشري حقونو اړوند بېلابېلو نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د نورو بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمنو په اړه راپورونه مستند کړي وو او ان د محکمه کېدو غوښتنه یې کړې وې، چې د امریکې له سخت غبرګون د امله یې د پلټنې بهیر بند شو.