په جنګي جنایتونو تورن بریټانوي ځواکونه دي محاکمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118464-په_جنګي_جنایتونو_تورن_بریټانوي_ځواکونه_دي_محاکمه_شي
د بشري حقونو مدافع سازمانونو د بریتانیا د هغو پوځیانو محاکمه وغوښته، چې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه تورن شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • په جنګي جنایتونو تورن بریټانوي ځواکونه دي محاکمه شي

د بشري حقونو مدافع سازمانونو د بریتانیا د هغو پوځیانو محاکمه وغوښته، چې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه تورن شوي دي.

وروسته له هغه چې بي بي سي په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه راپور خپور کړ، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې که دغه ادعاوې ثابتې شي، باید بریټانوي ځواکونه په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو له امله محاکمه شي.

د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیالې «پتریشا ګاسمن» ویلي چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه خپور شوی راپور زړه بوږنونکی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې په دې تړاو باید یوه بې پرې څېړنه وشي، څو عدالت تامین او عاملینو ته سزا ورکړله شي.

په وروستیو ورځو کې په بهرنیو رسنیو کې د برټانیې د ځانګړو ځواکونو له لوري د لسګونو بې ګناه افغانانو د وژلې په هکله راپورونه خپاره شوي دي.