د افغانستان په پنجشیر کې لسګونو طالبان وژل شوي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118478-د_افغانستان_په_پنجشیر_کې_لسګونو_طالبان_وژل_شوي_دي
وئيل کیږي ،هماغه شان یو شمیر طالب ځواکونه د افغانستان د ملی مقاومت جبهې په کلابندۍ کې دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 15, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پنجشیر کې لسګونو طالبان وژل شوي دي 

وئيل کیږي ،هماغه شان یو شمیر طالب ځواکونه د افغانستان د ملی مقاومت جبهې په کلابندۍ کې دي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور را کړ ، د افغانستان په پنجشیر ولایت کې ځاي سرچینو ووئيل ،په دغه ولایت کې د ملی مقاومت د جبهې د ځواک په یوې غلچکۍ  حملې کې  دطالبانو دیارلس وسلوال کسان وژل شوي دي .

په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، دغه عملیات پرون ناوخته   دپنجشیر ولایت په خنج ولسوالۍ کې شوي دي ، او وئيل کیږي ،چې یو شمیر  کسان پکې ژوبل شوي هم دي .

 په عین حال کې وئيل کیږي ،هماغه شان یو شمیر طالب ځواکونه د افغانستان د ملی مقاومت جبهې په کلابندۍ کې دي .

البته د طالبانو حکومتي مسئولانو په دې اړه دخبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيلي .