د افغانستان – تاجیکستان ګډه پوله د طالبانو په واک کښې ده
د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې امنیت د طالب ځواکونو په دیره کیدو سره تامین شوی دی
د افغانستان په تخار ولایت کښې د طالبانو د امنیتي ځواکونو سرپرست قاري ذکر ا... ذاک ویلي چې د دغه ولایت په ګاونډ کښې په موجودې پولې کښې د نشه ایزو موادو قاچاق بیخي ختم شوی دی.
ذاک څرګنده کړه: له نورو امنیتي ځواکونو سره ضروري غږملتیاوې شوې دي او دم ګړۍ د تخار ولایت او تاجکستان ترمینځ پوله کښې هیڅ اندیښنه نشته.
د تخار ولایت د امنیتي قومندانۍ د مشر په وینا، د تیر کال په آګست میاشت کښې د طالبانو له واکمنیدو وروسته له تاجکستان سره د افغانستان په ګډه پوله کښې د نشه ایزو موادو څو قاچاقچیان نیول شوي دي.
د تخار شپږ ولسوالۍ د تاجکستان په سرحد پرتې دي.
د ویلو ده چې د طالبانو له خوا په ګډه پوله د څارنې د برجونو جوړیدو د تاجکستان چارواکي اندیښمن کړې دي.