کابل کښې میرمنو مظاهرې وکړې
-
فایل فوټو
د افغانستان یوه ډله میرمنه په دغههیواد کښې په جنسیتي تبعیض باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې یوشمیر میرمنو ننه د (روزنه امید افغانستان) نومې تشکل په بلنه په کابل کښې مظاهرې وکړې او ملګرو ملتو او د بشري حقوقو فعالانو ته په خطاب کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره یې په هیواد کښې د ښځو د وضعیت او جنسیتي تبعیض په وړاندې د چپتیا په وجه، په نړیوالو نیوکه وکړه.
په مظاهرو کښې ګډونوالو طالبان د نړیوازې ټولنې په وړاندې د خپلو ژمنو په خلاف ورزۍ او هم داشان د افغانستان په خلکو باندې د ورځ تر بلې زیاتیدونکي دباؤ اچولو تورن کړل.
د طالبانو له خوا په افغانستان کښې له شپږم کلاس نه د پورته جینکو د ښوونځیو بندیدل هم په یادې خبرپاڼې کښې د دغې ډلې له خوا د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ یو مورد بلل شوی دی.
د افغانستان میرمنو چې د خپلې زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو د دوام غوښتونکې دي، له دې مخکښې یې هم طالبان په کراتو په جنسیتي تبعیض تورن کړي دي.