راتلونکي ته افغان محصلینو هیله مندي کمه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118612-راتلونکي_ته_افغان_محصلینو_هیله_مندي_کمه_شوې_ده
په افغانستان باندې یوځل بیا د طالبانو په واکمنیدو سره تحصیلي او کاري راتلونکي ته د دغه هیواد د ۷۳ فیصده محصلینو امید او هیله مندي او درسي انګیزه سخته کمه شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2022 01:39 Asia/Kabul
  • راتلونکي ته افغان محصلینو هیله مندي کمه شوې ده

په افغانستان باندې یوځل بیا د طالبانو په واکمنیدو سره تحصیلي او کاري راتلونکي ته د دغه هیواد د ۷۳ فیصده محصلینو امید او هیله مندي او درسي انګیزه سخته کمه شوې ده

په افغانستان باندې یوځل بیا د طالبانو په واکمنیدو سره تحصیلي او کاري راتلونکي ته د دغه هیواد د ۷۳ فیصده محصلینو امید او هیله مندي او درسي انګیزه سخته کمه شوې ده

د سلام افغانستان رسندوي موسسې مسئولانو پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې وویل چې د هیواد په پنځو سترو ولایتونو کښې یې (د طالبانو له واکمنیدو وروسته د تحصیل او کار روزګار راتلونکي ته د محصلینو د هیلې او د زده کړو د انګیزې د اندازې د څیړنې) تر عنوان لاندې یې یو تحقیق ترسره کړی دی.

هغوي وايي چې دغه څیړنه ښودنه کوي چې په ۷۳ فیصده محصلینو په تیره بیا نجونو کښې درسي انګیزه کمه شوې او ۵۶ فیصده د پوهنتونونو استادان هم په ښوونې کښې دلچسپي نه لري.

دغه تحقیق چې د کابل، هرات، مزار شریف، قندهار او ننګرهار په شمول په ۵ ولایتونو کښې ترسره شوی، ښايي چې ۵۵ فیصده محصلین له کاري نهیلۍ او ۵۲ فیصدهم په راتلونکي کښې له تحصیلي ناامیدۍ سره مخامخ دي.