امریکا په افغانستان باندې بندیزونه او محدودیتونه سختوي
د امریکې حکومت د افغانستان د میلیارډونه ډالره شتمنۍ له کنګل کولو وروسته هڅه کوي چې له افغانستان سره د مرستې په لړ کښې د هر ډول اقدام مخه ونیسي
د افغانستان د طلوع نیوز ویب سایټ لیکلي چې د امریکې د کانګرس غړي یوه داسې طرحه تصویبول غواړي چې ممکنه ده له افغانستان سره هر ډول مرسته محدوده کړي.
احتمال شته چې د امریکې د دفاعي بودجې طرحه پینټاګان ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته د اسعارو، ارزښتناکو شیانو، خوراکي مرستو او طبي تجهیزاتو د انتقال مخه ونیسي.
له بلې خوا د امریکې د کانګرس یوې غړې له دغې طرحې اندیښنه ښودلې او د دغه هیواد ولسمشر جو بایډن ته یې وړاندیز کړی چې له افغانستان سره په کیدونکو انساني مرستو باندې بندیز ونه لګوي.
میرمن ایلهان عمر وايي: افغانستان په نړۍ کښې له یو ډیر بوږنونکي انساني کړکیچ سره مخامخ دی او ۹۵ فیصده افغانان حتی پوره خواړه نه لري.