زلزله له پرون راهیسې پکتیکا ولایت لړزوي
د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېر مازیګر راهیسې زلزله پیل شوې چې د تېرې شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې په یاد کلي کې له ځمکې ویرونکی غږ راپورته کېږي چې د سیمې خلک یې په رواني تکلیف اخته کړي.
هغوی له اړوندو ادارو غوښتي چې سیمې ته جیولوجیکي ټیم ولېږي چې څېړنه وکړي.
پرون ناوخته ځايي چارواکو د وروستیو زلزلو له کبله د لسو تنو د ټپي کیدو او لسګونه کورونو د ویجاړیدو خبر ورکړی و.
په دې لړ کښې د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکمت ا... عصمت بیګا ماسخوتن د یو غږیز پيغام په خپرولو سره وویل چې د مازیګر کابو ۵ بجې چې په ګیان او برمل ولسوالیو کښې کومه زلزله راغلې او په نورو شرقي ولایتونو کښې هم حس شوې، د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کښې پرله پسې د زلزلې ټکانونه روان دي او له ځمکې یو ډیر ویرونکی غږ راپورته کیږي چې د کلي خلک یې سخت په ویره کښې اچولي دي.
پکتیکا کې څه موده مخکې هم د یوې سختې زلزلې له امله تر زرو پورې کسان وژل شوي او څو زره تنه نور ټپيان شول.