د افغانستان د شتمنیو ایسارول غیر قانوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118694-د_افغانستان_د_شتمنیو_ایسارول_غیر_قانوني_دي
امریکا دې د افغانستان د شتمنۍ غیر قانوني توقیف پای ته ورسوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 06:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شتمنیو ایسارول غیر قانوني دي

امریکا دې د افغانستان د شتمنۍ غیر قانوني توقیف پای ته ورسوي.

نړیوالې رسنۍ وایي چې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي او بشري ناورین تر ټولو ستر لامل د امریکا بندیزونه دي چې په دغه هېواد کې یې اقتصاد فلج کړی او سوداګري په ټپه ولاړه ده.

اوپن ډیموکراسي نشریه د نړیوالو تحلیلګرانو له خولې لیکي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د شتمنۍ کنګل کولو ته ادامه ورکړې ده او د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره خپل دغه غیر انساني اقدام پای ته ورسوي او د افغانانو شتمني آزاده کړي.

دغه نشریه لیکي امریکا په لومړي سر کې په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني کنګل کړه او بیا یې دا راپور هم خپور کړ چې ددې شتمنۍ نیمایي به د سپټمبر د پېښې قربانیانو ته ورکوي چې دا اقدام هم له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

نړیوالې رسنۍ وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان د مرکزي بانک شتمني ازاده کړي چې ورسره په افغانستان کښې بشري ناورین پاې ته ورسیږي.