په افغانستان کې زرګونه تنه په شدیدې نس ناستې اخته شوي دي
راپورونه مو د افغانستان له زابل ولایت څخه خبروي چې په دې ولایت کې زرتنه په سختې نس ناستې اخته شوي دي
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، د زابل د عامې روغتیا مسؤلین وایې چې له دې ډلې څخه (۵) تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
دیاد ولایت د روغتیا دریاست چارواکي وايي چي په پنځو ولسوالیو (اتغر، شاجوی، شهرصفا دای چوپان او سیورې) ولسوالیو کې (۳۰۰) تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي خو په وینا یې چې د دوی ښه درملنه روانه ده.
د زابل دعامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمی رسنیو ته ویلي چې تازه د دې ولایت په (شنکۍ) ولسوالۍ کې هم د کولرا پېښې ثبت شوي خو د یادې ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي په خاطر یې روغتیایي ټېمونه لېږلي دي.
نوموړی زیاتوي چې هرې ولسوالۍ ته یې پر وخت رسېدنه کړې چې په همدې خاطر یې د ډیرو پیښو مخه نیولې او دمړینو د پیښو کچه کمه ده .
دافغانستان په نورو ولایتونو کې هم دیادې ناروغۍ د رامنځته کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په زابل کې په کولرا ناروغۍ باندې د زابل په مرکز (شهر صفا او شاجوی) ولسوالۍ کې (۳۹۰) تنه اخته شوي وو او يو تن یې له امله د (شاجوی) محبس ولسوالۍ کې ژوند له لاسه ورکړی وو.