له سند او مدرک پرته پر طالب مسئولانو تور لګول منع دي
د طالبانو ډلې رهبر مولوی هیبت ا... اخوندزاده په دغه فرمان کې ویئلي دي ، له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسئولانو له مدرک پرته تور لګول د دورغو پهمعنا دي او داسې کسان د سزا مستحق دي .
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې رهبر نن په یوه فرمان کې وئيلی دي ، له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسئولینو بې ځایه تورونو لگول او له واقعیته لیرې نیوکې کول شرعاً جواز نه لري.
د طالبانو ډلې رهبر مولوی هیبت ا... اخوندزاده په دغه فرمان کې ویئلي دي ، له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسئولانو له مدرک پرته تور لګول د دورغو پهمعنا دي او داسې کسان د سزا مستحق دي .
داپه داسې حال کې دي چې دطالبانو ډلې ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د ملاهبت ا... اخوندزاده د فرمان دمتن په خپرولو سره وئيلی دي ،پر طالب مسئولانو بې مورده تورونه او نیوکې د شرعې خلاف یو اقدام دی .
د طالبانو د رهبر په دغه پیغام کې راغلی دي ، منفي پروپیګنډې د ټولنې داندیښنو دزیاتیدا لامل کیږي او له بل پلوه په ناپوهۍ کې له دښمنانو سره ملګرتیا ده .