افغانستان له ایرانه درې نیم لکه ټنه تیل واردوي
د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې حکومت به د هېواد په بازارونو کې د تېلو د بیو د کنټرول په موخه له ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه تېل واردکړي
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه تېلو د پېرلو قرارداد په تهران کې د افغان چارواکو او د یو خصوصي ایراني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر به دغه تېل افغانستان ته راوړل شي.
اعلامیه زیاتوي چې ، د بهرنیو چارو، مالیې، مرکزي بانک او نورم سټنډرډ ادارې یو ګډ پلاوی د نفتي توکو د پېرلو په هدف ایران ته تلی دی.
د مالیې وزارت وايي، دغه پلاوي د خاورو د تیلو د وارداتو د اسانتیا او د بیې د راټیټولو په هدف د ایران د تیلو له یو شمېر دولتي او خصوصي شرکتونو له مسوولینو سره خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې افغان پلاوي او ايراني لوري پرېکړه کړې، چې د نفتي توکو په برخه کې د سوداګريزو فعاليتونو د اسانتيا لپاره له دواړو خواوو يوه ګډه کمېټه هم جوړه کړي.