غزني کښې یو ښوونځی پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118842-غزني_کښې_یو_ښوونځی_پرانیستل_شو
د غزني ولایت اندړو ولسوالي د (مریاڼو) په کلي کې  د دې ولایت د پوهنې ریاست له لوري د (ملا شاهد خان بابا) لومړنی ښوونځی پرانیستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • غزني کښې یو ښوونځی پرانیستل شو

د غزني ولایت اندړو ولسوالي د (مریاڼو) په کلي کې  د دې ولایت د پوهنې ریاست له لوري د (ملا شاهد خان بابا) لومړنی ښوونځی پرانیستل شو.

له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د اندړو ولسوالي د پوهنې آمر مولوي نقیب الله سعد چې د یاد ښوونځي مسؤل دی، د پوهنې ریاست ته ډاډ ورکړ  چې ښوونځي ته به د خپلو اولادونو په لیږلو سره د پوهنې ریاست دغه زیار هیڅ وخت نه هیروي.

د یادولو وړ ده چې د یاد ښوونځي په جوړیدو سره د مریاڼو  د سیمې د ماشومانو د ښوونځي د نه شتون ستونزه څه ناڅه حل شوې بریښي او د یاد کلي هلکان او تنکي ځوانان به د زده کړو په ترلاسه کولو سره یو روښانه راتلونکی ولري.

له دې وړاندې د یونیسف موسسې له لورې په یاده ولسوالۍ د یو باب ښونځي د بیا رغولو چاري پیل شوې.