طالبانو د ایران د بریښنا ځینې پاتې پيسې ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118854-طالبانو_د_ایران_د_بریښنا_ځینې_پاتې_پيسې_ورکړې
طالبان وايي: افغانستان له ایران، ازبکستان او تاجکستان څخه د بریښنا د وارداتو لپاره ۳۵ میلیونه پوروړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2022 00:28 Asia/Kabul
  • طالبانو د ایران د بریښنا ځینې پاتې پيسې ورکړې

طالبان وايي: افغانستان له ایران، ازبکستان او تاجکستان څخه د بریښنا د وارداتو لپاره ۳۵ میلیونه پوروړی دی

د طالبانو د انرجۍ وزیر په دې خبرې سره چې له ایران، ازبکستان او تاجکستان څخه د بریښنا د وارداتو لپاره ۳۵ میلیونه پور لا پاتې دی، وویل: د دغو بقایه پیسو یوه برخه ورکړې شوې ده.

فارس خبري آژانس لیکي چې د طالبانو د اوبو او انرجۍ وزیر عبدالطیف منصور پرون وویل: د افغانستان تیر حکومت له ایران، ازبکستان او تاجکستان هیوادونو څخه د بریښنا د واردولو لپاره ۳۵ میلیون ډالره پوروړی پاتې و.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو موقته حکومت د دغه پوره څه برخه ستنه کړې خو د دغو هیوادونو حساب کتاب په بشپړه توګه نه دی پاک شوی.

د طالبانو د انرجۍ وزیر د انرجۍ، اوبو او بریښنا سازمانو د ادغام کیدو خبر ورکړ او ویې ویل: په تیر حکومت کښې نورو ارګانونو ته د بریښنا د بودجې د بیلیدو په وجه په دې برخه کښې ځینې عمراني طرحې نیمګړې پاتې شوې دي.

هغه د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان په بیخ بیناؤ کښې پانګونه وکړي.