دعراق دالحشد الشعبی ځواک پریډ پوځي توان نندارې ته وړاندې کړ
د عراق دملی حکمت بهیر مشر د الحشد الشعبی ولسی مبارزځواک د پریډ په ستایلو سره دغه پوځي پریډ ، ددغه ځواک د لوړ پوځي توان او چمتووالي نښه وبلله.
د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک پوځي پریډ نن ددغه ځواک د تاسیس په اتمې کلیزې کې ددغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي په شتون سره په دیاله ولایت کې ترسره شو.
الحشد الشعبی ځواک په دغه ولولناک پریډ کې،خپل ګائيډیډسسټمونه او ډرونز سسټمونه چې دعراقي ځواک په لاس تولید شوي نندارې ته وړانډې کړل.
العالم ټيلیويژني چینل راپور ورکړ،دعراق د ملی حکمت بهیر مشرعمارالحکیم په دې مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره،د وسلوالو ځواکونو د عمومي قوماندان،امنیتی وزیرانو،قوماندانانو او لوړروتبه رسمي شخصیتونو په شتون سره ددغه ځواک په پریډ خوښي څرګنده کړه او وې وئيل،دغه پریډد الحشد الشعبی ځواک د پوځي چمتووالي او لوړبدني توانمنیو او ددغه رسمي ځواک مخ په وده بهیر نندارې ته وړانډې کړ.
د عراق دملی حکمت بهیر مشر همداراز ددغه هیواد له لوړروتبه چاوراکو وغوښتلڅو د روزنې،سنبالتیا او په سیاسی اختلافاتو کې ئې د نه واردولو له پلوه د الحشد الشعبی ولسی ځواک د وضعیّت د لوړتیا لپاره هڅه وکړي.