د ایران او د افغانستان تر مینځ سرحد څلورویشت ساعته کیږي
د رضوي خراسان د ټرانزیت د ادارې مشر ویلي چي ایران د ضروري امکاناتو په برابرولو سره، افغانستان سره د دوغارون د سرحد څلورویشت ساعته کولو ته چمتووالې لري.
د افغانستان او ایران تر مینځ د دوغارون سرحد د ایران له تایباد ښار په ۱۸ کیلومټري او د هرات ولایت د اسلام قلعې له ښار په څنګ کې واقع شوی دی. دغه سرحد د سهار له اوو بجو څخه بیا د ماپښین تر پنځو بجو پوري د مسافرو او د ټرانزیټي توکو په مخ خلاص دی.
خو اوس په ایران کې د خراسان رضوي د ټرانزیتي ادارې مشر مرتضی مجردي ویلي چي د ایران حکومت د دواړو هیوادونو تر مینځ د سرحد د څلورویشت ساعته کولو لپاره چمتووالې لري.
هغه ایرنا سره په مرکه کې یادونه وکړه چي په دې اړه افغان چارواکو ته وړاندیز شوی لیکن هغوی تر اوسه پوري مثبت ځواب نه دي ویلي.
د مجردي په وېنا اوس مهال په دغه سرحد باندې د ورځې ۴۵۰ ګاډې تګ او راتګ کوي.
د دوغارون او اسلام قلعې د ګمرکاتو تر مینځ د کاله درې میلیارد ډالره ټرانزیټ تر سره کیږي.