له ترکمنستان څخه په زرګونو ټنه ګاز افغانستان نه ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118932-له_ترکمنستان_څخه_په_زرګونو_ټنه_ګاز_افغانستان_نه_ورځي
شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او د تجارت وزارت له ترکمنستان څخه د زرګونو ټنه ګازو د ورتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 07:36 Asia/Kabul
  • له ترکمنستان څخه په زرګونو ټنه ګاز افغانستان نه ورځي

شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او د تجارت وزارت له ترکمنستان څخه د زرګونو ټنه ګازو د ورتلو خبر ورکړ.

د طالبانو د صنعت او د تجارت وزارت چاراکو د موقته حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي چارو د  سلاکار ، د  تیلو او د ګازو د حکومتي شرکت او د معیار د ملي ادارې د چارواکو په ګډون سره په یوې غونډې کښې وویل همدا اوس په حیرتان ، اقینه او تورغنډۍ بندرونو کښې زرګونو ټنه ګاز افغانستان ته د ورتلو په حال کښې دي.

د طالبانو د صنعت او د  تجارت د وزارت چارواکو وویل د مایع ګازو ورتلل به په افغانستان کښې تر  ډیره حده د ګازو بیې کمې کړي.

دغه وزارت وویل په لسګونو زره ټنه نور مایع ګاز به هم زر له ترکمنستان څخه د افغانستان بندرونو ته واستول شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د ډیزلو او د مایع ګازو په شمول د انریو بیې ډیرې زیاتې شوي دي.