ننګرهارکې اوولس تنه دبېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118988-ننګرهارکې_اوولس_تنه_دبېلابېلو_جرمونو_په_تور_نیول_شوي_دي
د نوموړي پر وینا په نیول شویو کسانو کې وسله وال غله چې په جلال اباد ښار کې به یې د وسلو په زور له خلکو موټرې ،پېسې او موبایلونه لوټل او دغه راز دنشه یي توکیو قاچاق کوونکي او پلورنکي شامل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2022 03:03 Asia/Kabul

د نوموړي پر وینا په نیول شویو کسانو کې وسله وال غله چې په جلال اباد ښار کې به یې د وسلو په زور له خلکو موټرې ،پېسې او موبایلونه لوټل او دغه راز دنشه یي توکیو قاچاق کوونکي او پلورنکي شامل دي.

دچارواکو پر وینا په نیول شویو کسانو کې هغه میرمنې هم شاملې دي چې له کوره یې د تښتیدو هڅه کوله

په ننګرهارکې د باختر دولتي اژانس مشر قریشي بدلون وایي د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ  موظفینو په تېره یوه اونۍ کې اوولس تنه دبېلابېلو جرمونو په تور نیولی دی .

د نوموړي پر وینا په نیول شویو کسانو کې وسله وال غله چې په جلال اباد ښار کې به یې د وسلو په زور له خلکو موټرې ،پېسې او موبایلونه لوټل او دغه راز دنشه یي توکیو قاچاق کوونکي او پلورنکي شامل دي.

قریشي بدلون وویل په نیول شویو کسانو کې دوه هغه مېرمنې هم شاملي دي چې له کوره یې د تېښتې هڅه کوله، دباختر دولتي اژانس مدیر وویل له نیول شويو کسانو څخه وسلې. مهمات او نشه یې توکي هم تر لاسه شویدي . هغه وویل نیول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي چې زر به یې نسبتې دوسیې دوروستیو کړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته واستول شي. په ننګرهار کې په دې وروستیو دوسله والو غلاوو او شوکو پېښې زیاتې شوي چې د جلال اباد ښاریانو اندیښنې یې هم زیاتې کړي دي