بلخ کښې به امنیتي ځواکونه د حسیني عزادارانو امنیت وساتي
Jul 28, 2022 10:53 Asia/Kabul
د افغانستان د بلخ ولایت د پولیسو ویاند د محرم په شپو ورځو کښې د حسیني ماتمیانو د امنیت په ټینګښت باندې تاکید وکړ
د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري نن وویل: ټول امنیتي ځواکونه د جوماتونو او امامباړو د امنیت تامینولو ته تیار دي او حسیني عزاداران دې خپلې دستورې په پوره ډاډ سره ترسره کړي.
وزیري زیاته کړه چې خلک دې بې له هیڅ ډول اندیښنې د محرم په مراسمو کښې ګډون وکړي.
په عین حال کښې د افغانستان شیعه مسلمانانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د امام حسین علیه السلام د ویر او ماتم د دستورو امنیت ټینګ کاندي.
یاده دې وي چې راتلونکې شنبه د ۱۳۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې وړومبۍ نیټه ده.
ټیګونه