مجاهد: داعش په افغانستان کې ماته خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119098-مجاهد_داعش_په_افغانستان_کې_ماته_خوړلی_ده
طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2022 00:34 Asia/Kabul

طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي

د طالبانو چارواکو په داسې مهال د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۳ داعشیانو د وژلو ادعا کړې، چې د دې ډلې عمومي ویاند ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د داعش د زياتيدو په اړه د روسیې وروستي دریځ ته غبرګون ښودلی.

‏د لغمان د الینګار لپاره د طالبانو ولسوال قاري زاهد ا... فاتح وایي چې د دغې ولسوالۍ په کنده ګل سیمه کې یې ځواکونو په غلچکي برید کې درې تنه داعشيان وژلي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر ځايي خلکو رسنيو ته وژل شوي کسان ملکیان او بې ګناه ګڼلي او ویلي، چې طالبانو د شخصي دښمنۍ له امله وژلي دي.

بل خوا د طالبانو عمومي ویاند ذبیح ا... مجاهد ‏په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختيا په اړه د افغانستان په اړه د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرونيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د داعشي ښکارندې دزیاتیدو اټکل ناسم او له واقعیت څخه لیرې دی.

نوموړي ويلي طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي.دلته داعش ځپل شوی او د له مینځه وړل کیدو په حال کې دی .د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره د داعشيانو شمېر له ۲ زرو څخه ۶ زرو تنو ته لوړ شوی دی.